د ۲۰۱۱ د سټمبر ۱۱ مې د بریدونو په اړه نوی راپور خپور شو

د امریکا د استخباراتو ادارې د ۲۰۰۱ کال د سټمبر د ۱۱ مې د بریدونو په اړه د جوړ شوي راپور بله برخه خپره کړه

303210
د ۲۰۱۱ د سټمبر ۱۱ مې د بریدونو په اړه نوی راپور خپور شو

د امریکا د استخباراتو د ادارې پخواني مشر جورج تینټ ویلي دي چې په ۱۹۹۸ کال کې د القاعدې د ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژلو پلان د وخت د عدلیې وزیر جانت رینو لخوا يي ومخه ونیول شوه.
د امریکا د استخباراتو ادارې د سپټمبر د ۱۱ مې د برید اړوند په خپور کړي راپور کې د cia د پخواني مشر جورج ټینت لیک هم خپور کړی دی . نوموړي په لیک کې ویلي دي چې د عدلیې پخواني وزیر جانت رینو په ۱۹۸۹ کال کې د القاعدې د ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژلو د پلان مخه ونیوله.
د یادولو وړ ده چې د امریکا استخباراتو د سپټمبر د ۱۱ مې د برید په اړه په جوړ کړي هغه راپور کې چې ایا استخباراتو د نوموړو بریدونو په مسله کې ناغیړي او غیرې مسولانه کوم حرکت کړی دی او که نه مسله څيړلې ده . د امریکا استخباراتو ددې راپور یوه برخه په ۲۰۰۷ کال کې خپره کړه.
په خپور شوي دې راپور کې استخباراتو ویلي وو چې د القاعدې پر خلاف کومې هر اړخیزه ستراتیژۍ شتون نه درلود او چارواکیو پدې اړه سیستماتیکه خطاګانې کړي دي.
د امریکا د استخباراتو ادارې د راپور یوه بله برخه هم خپره کړه . پدې برخه کې د امریکا د استخباراتو د پخواني ریس جورج ټینټ لخوا لیکل شوی لیک هم خپور شوی دی. ټینټ پدې لیک کې ویلي دي چې په ۱۹۹۸ کال کې د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو په خاطر د پلان مخه د عدلیې پخواني وزیر جانت رینو نیولې وه.
د عدلیې د وخت وزیر رینو ویلي وو چې دې عملیاتو ته به په یو شرط اجازه ورکړي چې اسامه ژوندی ونیول شي . په لیک کې راغلي دي چې د امریکا حکومت په ښکاره توګه ویلي وو چې غواړي اسامه بن لادن ژوند ونیسي او بندي کړي. جورج ټینټ د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځه د امریکا د استخباراتو د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه