اسراییلو نامتو خبریالې د ایران د دولت نه په پټه ایران ته سفر کړی

د اسراییلو یوې نامتو خبریالې د ایران د دولت نه په پټه ۱۴ ورځې په ایران کې تیرې کړي او د نوموړي هیواد په اړه يي راپورونه جوړ کړي دي

235526
اسراییلو نامتو خبریالې د ایران د دولت نه په پټه ایران ته سفر کړی

د ایران نه د اسراییلو د یوې مشهورې ښځینه خبریالې لیدنې د ایران د چارواکیو ترمنځه ناندرۍ پیل کړي دي .
نامتو اسراییلي ورځپاڼې یدیعوت احارونوت ښځینه خبریالې ایران ته سفر کړی او د نوموړي هیواد په اړه يي یو راپور جوړ کړی دی .
اسراییلي خبریاله اورلي ازولايي چې په د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې ژوند کوي د امریکا نه ایران ته سفر کړی وو. د نوموړې اسراییلي خبریالې راپور تیره ورځ د اسراییلو په ورځپاڼو کې خپور شو.
د فارس د خبري اژانس د خبر له مخې اسراییلي خبریالې ۱۴ ورځې په ایران کې تیرې کړي دي او پدې موده کې د تهران، اصفهان، شیراز او تخت جمشید د ښارونو نه لیدنې کړي دي . یادې شوې خبریالې پدې ښارونو کې د یو زیات شمیر خلکو سره مرکې کړي دي او د ایران په اړه يي راپورونه جوړ کړي دي.
دم ګړۍ په ایران کې د چارواکیو ، رسنیو او خلکو سره یوه پوښتنه شتون لري چې اسراییلي خبریالې څرنګ وکولای شو چې ایران ته راشي ؟ دا ډول یوه مشهوره خبریاله څنګه د هیچا لخوا نده پیژندل شوې ؟
د بله پلوه د ایران د دولت مخالفو رسنیو د نوموړي هیواد د اطلاعاتو او کولتور وزارت په بې توجهۍ تورن کړی دی . نوموړو پوښتنه کړې چې آیا څه ډول کیدای چې یو د نړۍ په کچه یوه نامتو خبریاله ونه پیژندل شي.
همداشان د ایران د اطلاعاتو او کولتور مرستیال وزیر علیرضا شیروي ویلي دي چې د مارچ په میاشت کې د ګرځندویانو یوه ډله په امریکايي پاسپورتونو ایران ته راغلي دي چې نوموړې اسراییلي خبریاله هم د همدې په منځ کې وه.
دا ډله د ګرځندویانو په توګه ایران ته راغلي دي او د خبریالۍ د اجازې په اړه يی کوم خبر یا وړاندیز ندی ترلاسه کړی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه