یونان د جرمني ۲۷۸ میلیارده ۷۰۰ میلیونه ایرو د جګړې غرامت غواړي
یونان د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د نازي ځواکونو لخوا پر دوی د یرغل له امله د جرمني نه د جګړې غرامت غواړي.
یونان د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د نازي ځواکونو لخوا پر دوی د یرغل له امله د جرمني نه د جګړې غرامت غواړي.
د یونان حکومت ددې غرامت مقدار وټاکه.
یونان ویلي دي چې جرمني باید دوی ته ۲۷۸ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ایرو جنګي غرامت ورکړي.
د جرمني د فرانکفورتر الیګماین ورځپاڼې ویلي دي چې د یونان په پارلمان کې پدې اړه یو کمیسیون ټاکل شوی وو چې د کمیسیون د تثبیتونو په رڼا کې دا مقدار ټاکل شوی دی .
د یونان د مالیې د وزارت معین ویلي دي چې د هیواد په پارلمان کې د جنګي غرامت په اړه ټاکل شوي کمیسیون دا مقدار ۲۷۸ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ایرو ټاکلی دی .
د یونان د مالیې د وزارت معین ویلي دي چې د دویمې نړۍوالې جګړې او یرغل پر مهال نازیانو لس میلیارده ایرو ددوی د بانکونو نه لوټ کړي دي . همداشان پاتې پیسې په یونان کې د جګړې له امله د رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو له امله حساب شوي دي.
د بله پلوه د جرمني یو تن چارواکي ددېنه مخکې ویلي وو چې د جنګي غرامت مسله زموږ لپاره تړل شوې ده . موږ چا ته پدې برخه کې څه نشو ورکولی.
اړوند خبرونه
د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پيلوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پیلوي.
امریکا متحده ایالتونو اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو د انتقال بهیر درولی دی.
د بایدن ادارې تیره اوونۍ اسرائيلو ته لیږدونکو وسلو د درولو نه خبر ورکړی دی.