داعش دا ځل د دوو تنو جاپاني وګړو د وژلو ګواښ وکړ

190955
داعش دا ځل د دوو تنو جاپاني وګړو د وژلو ګواښ وکړ

 داعش جاپان حکومت نه د دوو تنو جاپاني زندانیانو د خوشې کولو په بدل کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده .
داعش جاپان ته ۷۲ ساعته مهلت کړی که چیرې پدې موده کې پیسې ورنکړي ۲ تنه جاپاني زندانیان به ووژني.
داعش نن یو ځل بیا د دوو تنو جاپاني زندانیانو ویدیو خپره کړه چې .
په ویدیو کې ښکاري چې یو تن چې مخ يي پوښل شوی دی د جاپاني زندانیانو په منځ کې ولاړ دی او جاپان ته ګواښ کوي که چیرې په ۷۲ ساعتونو کې ۲۰۰ میلیونه ډالرو داعش ته ورنکړي دا دوه تنه جاپاني زندانیان به ووژني.
په ویدیو کې د داعش یو تن جنګیالی چې مخ يي پوښل شوی دی د جاپان په حکومت غږ کوي چې ددې دوو تنو جاپانیانو ژوند ستاسې په لاس کې دی. که چیرې په ۷۲ ساعتونو کې داعش ته ۲۰۰ میلیونه ډالره ورنکړي دا دوه تنه به ووژني.
د یادولو وړ ده چې داعش ویلي دي ځکه جاپاني وګړي نیولي چې د جاپان لومړي وزیر په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت پر خلاف د ایتلاف نه ملاتړ اعلان کړی دی. 
د بله پلوه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې خبر يي ترلاسه کړی دی او د مسلې په اړه غور کوي.
همداشان جاپاني چارواکي ویلي دي چې دوی لومړی د ویدیو د صحت په اړه غور وکړي چې ایا دا ویدیو په رښتیا د داعش لخوا خپره شوې ده او که نه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه