د چین دولت د اویغوانو په خودمختاره سیمه کې په روژې بندیز ولګو.

د چین دولت د هیواد په شمال لویدیځ کې د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د دولت په مامورینو، زده کوونکو او ښوونکو په روژه نیولو رسمآ بندیز ولګو.

116135
د چین دولت د اویغوانو په خودمختاره سیمه کې په روژې بندیز ولګو.

د چین دولت د اویغوانو په خودمختاره سیمه کې په روژې بندیز ولګو.
د چین دولت د هیواد په شمال لویدیځ کې د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د دولت په مامورینو، زده کوونکو او ښوونکو په روژه نیولو رسمآ بندیز ولګو.
همداشان د چین د حکومت یو زیات شمیر نورو ارګانونو ته هم په د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمانانو په روژه نیولو بندیز لګول شوی دی .
د چین حکومت د یوې ډیرې اوږدې مودې راهیسې په مسلمانانو د روژې نیول منع کړي دي .
د چین په شمال لویدیځ کې د اویغورانو په خودمختاره سیمه کې د تورفان د ښار د سوداګریزو چارو دفتر د انټرنټ له لارې په خپره کړې اعلامیه کې په ټولو دولتي مامورینو، زده کوونکو او ښوونکو د روژې په نیولو بندیز ولګو. همداشان په اعلامیه کې ویل شوي دي چې مامورین او زده کوونکي په هیڅډول دیني مراسمو او فعالیتونو کې د ګډون حق نلري.
همداشان په سیمه کې د رسمي راډیو په انټرنټ پاڼه کې هم د یوې اعلامیې به خپرولو سره ټولو دولتي کارکوونکو ، د ګوندونو غړیو ، زده کوونکو او ښوونکو او ځوانانو ته خبرداری ورکړ شوی دی چې د روژې د مبارکې میاشتې په فعالیتونو او عباداتو کې ګډون ونکړي.
د بله پلوه د هانګ کانګ نه خپریدونکي د سوت چینا مارننګ ورځپاڼې خبر ورکړی چې د چین حکومت یو زیات شمیر رسمي مقاماتو ته دیته ورته بندیزونه لګولي دي.
ورځپاڼې د سیمه ییزو چارواکیو له قوله لیکلي دي چې حکومت د خپل بندیز د عملي کولو په خاطر یواځې د ورځې له پلوه په خاطر وړیا ډوډۍ ویشل کیږي.
د چین حکومت ددینه وړاندې ویلي دي چې دا بندیز يي د مامورنیو د روغتیا له امله کړې ده .
تیره ورځ د اویغورانو د نړۍوالې کانګرې لخوا په شوو څرګندونو کې وویل شول چې د چین حکومت په سیمه کې خلک وړیا ډوډۍ خوړو ته هڅول کیږي او حتا کورونه لټول کیږي چې چا خو به په پټه روژه نیولي نوي؟
د اویغورانو نړۍوالې کانګرې یو ځل بیا د چین په حکومت غږ وکړ چې په سیمه کې د ایغورانو دیني ازادیو ته درناوي وکړي او دې ډول سیاسي فشارونو ته د پای ټکی کیږدي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه