د اسرائیلو ولسمشر : دوی پر خپل هیواد د ایران له هوايي بریدونو وروسته "په ټولو انتخابونو غور کوي".
د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ ویلي، دوی پر خپل هیواد د ایران له هوايي بریدونو وروسته "په ټولو انتخابونو غور کوي".
د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ ویلي، دوی پر خپل هیواد د ایران له هوايي بریدونو وروسته "په ټولو انتخابونو غور کوي".
اسحاق هرزوګ د اپریل د میاشتې په دیارلسمه نیټه د ایران لخوا د ترسره شویو هوایي بریدونو په اړه د برتانیې سکای نیوز تلویزیون سره مرکه وکړه.
هرزوګ د ایران برید نه د اسرائیلو پر خلاف د "جنګ اعلان" په توګه د بیانولو سره وویل چې "دوی د اعتدال نه کار اخلي او د ایران سره د جګړې پر عواقبو ډیر ښه اګاه دي او د خپلو شریکانو سره په ټولو انتخابونو غور کوي."
هرزوګ د دې په استدلال سره چې اسرائیل "د سولې پلوی دی" وویل، " اسرائیل په دې سیمه کې د خپل تاسیس د ورځې راهیسې هغه شی چې د وروستي انتخاب په سترګه ورته ګوري هغه جنګ دی."
د اسرائیلو لپاره د لومړیتوب مسله په غزه کې د بندیانو خوشې کول دي. اسحاق هرزوګ ادعا وکړه چې دوی "د غزې پر مخ د بشري مرستو د رسولو لپاره ډیر دروازې خلاصې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې په غزه کې د پاراشوټ په واسطه د مرستې لویه برخه غورځول کیږي".
اسرائیلو د اپرېل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وکړ، چې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ۷ تنه غړي ووژل شول.
ایران اعلان کړی وو چې د اسرائیلو لخوا ددوې پر کونسلګرۍ برید د ایران پر خاوره برید دی او دوی به یې غچ واخلي.
اسرائیلو هم ویلي چې د ایران د بریدونو ځواب به ورکړي.
ایران د تیرې خالي ورځې د شپې په نیمايي کې پر اسرائیلو د سلګونو کامیکازي بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو سره پر اسرائیلو برید وکړ او اعلان یې وکړ چې ځینې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.
اسرائیلو ویلي چې د هوايي دفاعي سیستم په مرسته یې د اکثرو بریدونو مخه نیولې، خو یو توغندی یې په جنوب کې پر یوې پوځي اډې لګیدلی دی.