په اسرائیلو کې ۲۸ تنو لوړپوړو چارواکیو له سترې محکمې نتنیاهو د دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه کړې

په اسرائیلو کې ۲۸ لوړ پوړو چارواکو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دندې نه د ګوښه کولو لپاره سترې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړی .

2125038

د اسرائیلو اقتصادي سایټ Calcalist د غوښتنلیک توضیحات  د خپلو لوستونکو سره شریک کړي دي.

په همدې اساس، د اقتصاد پوهانو، ټیکنالوژۍ کارپوهانو او اکاډمیسینانو  په ګډون ۲۸ اتړ  لوړ پوړو چارواکو د نتانیاهو د دندې نه  د ګوښه کولو په موخه  سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړه.

په عریضه کې ویل شوي چې نتانیاهو په  "جنګ کې د دولت په ګټه د عمل کولو د مسئولیت" او د هغه د شخصي منافعو لکه "د هغه دوسیو ځنډولو چې پکې  د رشوت، درغلیو او د باور څخه ناوړه ګټه اخیستنې" په تورونو تورن دی په منځ کې ګیر پاتې دی.

په عریضه کې دیته په اشارې سره چې  "نتانیاهو د جګړې له پیل راهیسې څو ځله  د جګړې په مدیریت کې د هغه د بوختیا په بهانه" د هغه په ​​​​وړاندې د فساد د قضیې د اوریدلو د ځنډولو غوښتنه کړې.

بنیامین نتانیاهو د ختیځ بیت المقدس په محکمه کې د فساد په تور محاکمه کیږي.

اړوند خبرونه