د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو ایران وګواښه.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران او هغه  نیابتي ډلو ته چې د ایران  ملاتړ کوي خبرداری ورکړ، "څوک چې موږ ته زیان رسوي یا موږ ته د زیان رسولو پلان لري موږ ورته ستر زیان ورسو."

2125130

د اسرائیلو د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې نتانیاهو دا څرګندونې د امنیتي کابینې د غونډې په پیل کې وکړې.

نتانیاهو په دې خبرې سره چې ایران له کلونو راهیسې د اسرائیلو پر ضد په مستقیم ډول او یا هم د خپلو نیابتي ډلو له لارې فعالیت کوي، وویل: «له همدې امله اسرائیل د ایران او د هغې د نیابتي ډلو په وړاندې په دفاعي او یرغلیز ډول عمل کوي.»

بنیامین نتنیاهو وویل  "څوک چې موږ ته زیان رسوي یا موږ ته د زیان رسولو پلان لري، موږ به هغو ته زیان ورسوو." هغه وویل چې دوی په "ساده اصولو" عمل کوي.

د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران د سفارت په ودانۍ کې  د قونسلګرۍ پر ودانۍ د اسرائیلو لخوا په ترسره شوي هوايي برید کې د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د انقلابي ګارډ د پوځ ټول اووه تنه ووژل شول. دغه راز ویل شوي چې په دغه برید کې ۶ سوري وګړي هم وژل شوي دي.

ایران اعلان وکړ چې د دې برید غچ به ژر تر ژره واخلي او د دې پیښې مسؤلیت به پر امریکا هم واچو. د تل ابیب ادارې په رسمي ډول په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د ویلو ده چې په دمشق کې د ایران په سفارت د برید نه وروسته د اسرائیلو پوځ اضافي ځواکونه دندې ته راوبلل او د ټولو هغه امنیتي ځواکونو چې رخصتۍ غوښتنه کړې وه او یا په رخصتۍ تللي وو، رخصتي لغوه کړې او ټول يي دندو ته راوبلل.

پيوندونه: #ګواښ , #ایران , #اسرائیل

اړوند خبرونه