د سوریې په شمال کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د سوریې په شمال کې د اعزاز په ولسوالۍ کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
2122627
د سوریې په شمال کې د اعزاز په ولسوالۍ کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د تورکیې پولې ته نږدې د سوریې په شمال کې د اعزاز په ولسوالۍ په یو بازار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په یو موټر کې رامنځته شوې ده .
په چاودنه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې چاودنه په یو موټر کې رامنځته شوې او د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
دا سیمه د تورکیې تر ملاتړ نه برښمند د سوري مخالفینو تر کنټرول لاندې ده.
د برید مسؤولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.