په غزه کې د اسرائیلو د وحشت او ظلمونو ارقام خپاره شول

اسرائیلو د اکټوبر د اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې پر ملکي استوګنځایونو ۷۰ زره ټنه بمونه غورځولي دي.

2107175
په غزه کې د اسرائیلو د وحشت او ظلمونو ارقام خپاره شول

اسرائیلو د اکټوبر د اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې پر ملکي استوګنځایونو ۷۰ زره ټنه بمونه غورځولي دي.

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر په غزه کې د اسرائیلو لخوا د ترسره شویو سرغړونو په اړه معلومات ورکړل.

په همدې اساس اسرائیلو په غزه کې ۱۹ ډوله جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونه کړي دي. په دغو کې عمده جرمونه د افرادو په وړاندې ترسره شوي دي.

اسرائیلو په قصدي توګه شاوخوا ۳۰ زره کسان وژلي دي  چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. ۲۶۰۰ کسان نیول شوي او یا زنداني شوي دي. له دغو کسانو سره بې رحمانه، ظالمانه او وحشیانه چلند کیږي. دوه میلیونه فلسطینیان د خپلو سیمو او کورونو پریښودو ته اړ شول.

اسرائیلي پوځیانو د غزې په لویدیځه سیمه الزیتون، شیخ رضوان او النصر سیمو، المغازي مهاجر کمپ او په سلګونو کسان د انساني سپر په توګه کارولي دي.

اسرائیلو په سلګونو زره بریدونه په ملکي هدفونو په ځانګړې توګه پر روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو، کلیساګانو او بېلابېلو ملکي ادارو ترسره کړي دي.

د خلکو عزت تر پښو لاندې کولو سره، اسرائیلي پوځیانو په زرګونو ځله ښځې او ماشومان جامو ویستو ته اړ کړي او هغوې ته ډول ډول سپکاوی کړی دی.

اسرائیل، چې ټوله غزه ، په ځانګړې توګه شمالي برخې  په بشپړه توګه کلابندۍ ټینګې کړې، لوږه د وسلې په توګه کارولې.

کابو ۳۰۰ میلیونه نغدې، سره زر، زیورات او قیمتي شیان د فلسطینیانو د تیښتې یا توقیف په وخت کې او یا د هغوی له کورونو او د فلسطین له ادارو څخه غلا شوي دي.

اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې تر ۵۰۰ زیات جوماتونه او کلیساګانې، له ۳۰۰ څخه زیات پوهنتونونه او ښوونځي، له ۳۶۰ زرو څخه زیات د استوګنې ځایونه، او د غزې له ۳۵ روغتونونو څخه له ۳۱ څخه زیات ړنګ کړل.

اسرائیلو د اکتوبر له اوومې راهیسې پر ملکي سیمو ۷۰ زره ټنه بمونه غورځولي، چې لویې سیمې یې ویجاړې کړې دي. په غورځول شویو بمونو کې ممنوع فاسفورس بمونه او کلستر بمونه شامل دي.

اسرائیلو په خپلو بریدونو کې د غزې په تړانګه کې تر ۲۰۰ زیات لرغوني او تاریخي ځایونه ویجاړ کړل چې زرګونه کلن تاریخ لري.



اړوند خبرونه