د حوثیانو مشر ګواښ‌ وکړ چې په اسرائیلو، امریکا او انګلستان پر خلاف خپله بریدونه به ډیر کړي

په یمن کې حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي ګواښ کړی، چې په  سور سمندرګي، د عدن خلیج او باب المندب کې  به  پر اسرائیلي، امریکايي او انګلیس کښتیو بریدونه زیات کړي.

2106291
د حوثیانو مشر ګواښ‌ وکړ چې په اسرائیلو، امریکا او انګلستان پر خلاف خپله بریدونه به ډیر کړي

په یمن کې حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي ګواښ کړی، چې په  سور سمندرګي، د عدن خلیج او باب المندب کې  به  پر اسرائیلي، امریکايي او انګلیس کښتیو بریدونه زیات کړي.

عبدالملک الحوثي په المسیره ټلویزیون کې چې هغه یې مشري کوي، په خپله وینا کې د هغو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل چې د غزې په تړانګه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې د غزې په ملاتړ او د عدن په خلیج کې ترسره شوي دي.

حوثي وویل، «په غزې د حملې له پیل راهیسې، موږ په سور سمندرګي او عمان بحر کې (د اسرائیلو، امریکا او انګلستان اړوند) ۴۸ بېړۍ په نښه کړي دي. حوثي زیاته کړه، که څه هم دښمن کښتۍ کمې کړي‌ دي،  د کښتیو په اړه معلومات پټوي‌ او خپلو کښتیو د پټولو هڅه کوي‌ خو بیا هم دا یو ډیر ستر رقم دی.

د حوثيانو مشر ویلي چې په سور سمندرګي، د عدن په خلیج او باب المندب کې به د دوی فعالیتونه دوام ولري او هڅه کوي چې زیات يي کړي.

هغه د دې په ویلو سره چې دوی په سور سمندر او عربي بحر کې په خپلو عملیاتو کې "اوبو سمندري وسلې" شاملې کړې ،او وویل چې دا د "دښمن لپاره د اندیښنې مسله" ده.

حوثيانو د اسرائیلو پر ضد د بریدونو په اړه وویل: «د غزې په تړانګه د برید له پیل راهیسې موږ په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې پر اسرائیلي اهدافو ۱۸۳ توغندي او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

حوثيانو  پر امریکا تور ولګاوه چې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو په لوږې د محکمولو په مسئله کې له اسرائیلو سره ستره مرسته کړې ده.

د المسیره ټلویزیون په یوه بل راپور کې ویل شوي، چې امریکا او انګلستان د الحدیده په لویدیځ کې په الجبین سیمه کې څلور بریدونه کړي دي.

حوثيان چې ایران یې ملاتړ کوي، د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د سوداګریزو کښتیو چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري، نیول پیل کړل او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پيل کړل.



اړوند خبرونه