حماس د اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې په اړه خپل درې شرطونه اعلان کړل

حماس چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې له اسرائیلو سره په جګړه  کې بوخت دي، د بندیانو د تبادلې لپاره درې شرطه وړاندې کړل.

2104612
حماس د اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې  په اړه خپل درې شرطونه اعلان کړل

حماس چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه کې له اسرائیلو سره په جګړه  کې بوخت دي، د بندیانو د تبادلې لپاره درې شرطه وړاندې کړل.

حماس ددې خبرې په ټینګار  سره  ویلي دي چې تر هغه به له  اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې موافقه و نه مني تر څو چې جګړه په بشپړه توګه پایته رسیدلي نوي . حماس ټینګار وکړ چې له اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې لپاره باید د تل ابیب اداره پر غزې خپل روان بریدونه ودروي، غزې ته د مرستو رسولو زمینه برابره کړي او د اسرائیلو په زندانونو کې فلسطینیان خوشې کړي.

د حماس د سیاسي دفتر غړی خلیل الحی، د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " (خپل هیواد ته) د اسرائیلي بندیانو بیرته ستنیدل درې شرطونه لري، لومړی زموږ خلکو ته د مرستې چمتو کول او  دوی عادي ژوند ته راستنول، دویمه  د غزې په تړانګه کې د بریدونو درول او دریم  د بندیانو ریښتیني تبادلې په خاطر  د اسرائیلو په زندانونو کې زموږ د ۱۰ زره بندیانو خلاصون تضمین کول دي."

هغه دې ته په پام سره چې اسرائیل د غزې له تړانګې یا د هغې له یوې برخې څخه له وتلو ډډه کړې، د بې ځایه شویو د بیرته راستنیدو اجازه نه ورکوي، او د بریدونو د پای ته رسیدو لپاره کومه نښه او نښانه نشته.

"تر اوسه (اسرائیل) دا تضمین نه دی ورکړی چې کافي مرستې به راشي، روغتونونه، تنورونو او زیربنا به ورغول شي. اسرائیل حتی په خیمو کې د سرپناه کولو واضح منظوري هم نه ده ورکړې، نو موږ به په څه موافقه وکړو؟ دا ادعا چې د حماس غوښتنې لویې دي، یا "هغه هڅه کوي د بل څه په ویلو سره حقیقت بدل کړي."

د مصر په پلازمینه قاهره کې د فبرورۍ په دیارلسمه د تل ابیب د ادارې او حماس ترمنځ د بندیانو د تبادلې د نوي تړون په چوکاټ کې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د امریکا ، قطر او مصر چارواکو په کې ګډون کړی و، خو اسرائیلو د یوه پلاوي له استولو ډډه وکړه، کومه نتیجه یې ورنه کړه.



اړوند خبرونه