حوثیانو د انګلستان د یوې کښتۍ د ویشتو نه خبر ورکړی دی

په یمن کې حوثي د هیواد په سویل کې د عدن په خلیج کې د انګلستان اړوند د یوې کښتۍ د ویشتلو نه خبر ورکړ.

2103064
حوثیانو د انګلستان د یوې کښتۍ د ویشتو نه خبر ورکړی دی

په یمن کې حوثي د هیواد په سویل کې د عدن په خلیج کې د انګلستان اړوند د یوې کښتۍ د ویشتلو نه خبر ورکړ.

د حوثيانو د پوځ ویاند یحیی سیري به خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی د یمن په جنوب کې د عدن په خلیج کې د انګلستان اړوند یوه کښتۍ په یوه "مناسب سمندري توغندي" سره وویشتله.

سیری د دې په بیانولو سره چې دغه حمله د فلسطین د خلکو په ملاتړ او په یمن باندې د امریکې او انګلستان  د حملو د ځواب ورکولو په خاطر ترسره شوې ده .

په داسې حال کې چې د برید د پایلو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د انګلستان له لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

له بلې خوا د حوثيانو د المسیره ټلویزیون د خبر له مخې، امریکا او انګلستان د سره سمندرګي په ساحل کې د الحدیده ښار په الجبین سیمه کې دوه بریدونه کړي دي.

المسیره ټلویزیون نن په یوه خبر کې اعلان وکړ چې امریکا او انګلستان د الحدیده ښار په بیت الفکیف سیمه برید کړی دی.

حوثیان چې د ایران ملاتړ تر شا لري، د اکټوبر په ۳۱مه په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د یمن له سواحلو څخه د هغو سوداګریزو کښتیو په نیولو پیل وکړ چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او پر ځینو یې د بې پیلوټه الوتکو او الوتکو په وسیله بریدونه پیل کړل.



اړوند خبرونه