د کویت امیر شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح د هیواد پارلمان منحل کړ.
د کویټ پارلمان منحل شو
2103110
د کویت امیر شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح د هیواد پارلمان منحل کړ.
د کویت د امیر دفتر د پارلمان د لغوه کولو په اړه د امیر صباح فرمان خپور کړ.
په فرمان کې راغلي "دغه فرمان د هیواد د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې له مخې د پارلمان لخوا د اساسي قانون له اصولو څخه د سرغړونې، لوړ پوړو چارواکو ته د سپکاوي کولو او په قصدي ډول د توهین امیزه او کنټرول نه بهر څرګندونو له امله صادر شوی دی."
په فرمان کې له لومړي وزیر او وزیرانو څخه غوښتل شوي چې د د فرمان حکمونه سمدلاسه عملي کړي او د موضوع په اړه مفصل معلومات ندي ورکړ شوي.