د اسرائیلو لومړي وزیر د حماس سره اوربند وړاندیز رد کړ

نتانیاهو: د حماس سره اوربند نه کوو

2099235
د اسرائیلو لومړي وزیر د حماس سره اوربند وړاندیز رد کړ

اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو، چې د حماس د اوربند له وړانديز سره مخالفت ښودلی، اعلان کړی چې پوځ ته يې د رفاح په سيمه د بريد لپاره چمتووالي نیولو امر کړی. د ویلو ده چې د غزې بې ځایه شوو ډیری خلکو همدې سیمې ته پناه وړې ده.

بنیامین نتنیاهو وبلي دي چې د حماس د غوښتنو منل چې د اوربند او د دوه اړخیزو بندیانو تبادلې وړاندیز کوي د اسرائیلو لپاره به د نوي قتل عام لامل شي او ویې ویل چې دوی اردو ته امر کړی چې د غزې په جنوب کې پر رفاح ښار برید ته چمتو شي.

نتانیاهو د حماس د اوربند وړاندیز په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي بندیانو کورنیو ته په وینا کې نتنیاهو تینگار وکړ چې د حماس غوښتنې "حقیقي" ندي او د نظامي فشار ساتل د بندیانو د راوستلو یوازینۍ لاره ده . هغه وویل چې د حماس غوښتنې منل به بندیان خوشې نکړي برعکس، دا به د نوي قتل عام لامل شي."

 

د اسرائیلو لومړي ادعا وکړه چې پر غزې حملې به په څو میاشتو کې نتیجه ورکړي او یادونه یې وکړه چې له خپلو اهدافو به منصرف نشي.

نتانیاهو د رفاح ښار په اړه، چیرې چې د غزې په جنوب کې له یو میلیون څخه زیاتو بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې،  وویل، "موږ د اسرائیلو پوځ ته لارښوونه کړې چې په رفاح او مرکزي کمپونو د برید لپاره چمتووالی ونیسي." 



اړوند خبرونه