لبنان د اسرائیلو لخوا ددې هیواد په پلازمینه بیروت د برید په اړه ملګروملتونو سازمان ته شکایت کوي
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د اسرائیلو په خلاف چې په بیروت کې یې برید کړی ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د اسرائیلو په خلاف چې په بیروت کې یې برید کړی ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي.
د لبنان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، میقاتي د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بوحبیب سره د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروي پر کور د اسرائیلو د برید په اړه خبرې وکړې.
ویل شوي چې میقاتي بوحبیب ته لارښوونه کړې چې ملګرو ملتونو سازمان ته د اسرائیلو پر خلاف چې په بیروت يي برید کړی دی شکایت وکړي .
د يادونې وړده چې لومړي وزير ميقاتي لارښوونه کړې ده چې د اسرائیلو لخوا په بیروت د برید په ګډون پدې وروستیو کې د لبنان پر خلاف ترسره شوې ټولې سرغړونې دوسيه کړي او ملګروملتونو ته وسپاري.
د اسرائیلو د پوځ راډیو د نامعلومو «بهرنیو سرچینو» په حواله ویلي دي د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حماس پر دفتر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال العاروي وژل شوی دی.
د لبنان رسمي خبري اژانس بیا د برید په اړه په خپل راپور کې ویلي دي پدې برید کې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال العاروي په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
د ویلو ده چې د انډیپنډینت خبري اژانس هم د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حماس په سیاسي دفتر د بې پيلوته الوتکې لخوا د برید نه خبر ورکړی دی.
انډیپنډینت پدې برید کې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال سربیره د ګڼشمیر نورو قوماندانانو د وژل کیدو نه هم خبر ورکړی دی.