پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د مړو شمیره ۲۱۸۲۲ تنو ته لوړه شوه
اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۸۱ ښځې او ماشومان وژلي دي.
اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۸۱ ښځې او ماشومان وژلي دي.
په غزه کې د حکومت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۸۶ ورځو کې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۹ زره ۱۰۰ ماشومان او ۶ زره ۵۰۰ مېرمنې وژل شوي دي.
په بیان کې ویل شوي چې ۷ زره کسان چې ۷۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي تر خاورو لاندې یا لادرکه شوي او د یادولو وړده چې روغتونونو ته د رسېدو له امله د مړو شمېر ۲۱ زره ۸۲۲ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۵۶ زره ۴۵۱ تنو لوړ شوی دی .
په بیان کې راغلي دي چې اسرائیلي ځواکونو پدې موده کې ۳۱۲ تنه روغتیایی کارکونکي او ۴۰ د ملکي دفاع افسران وژلي دي.
د بیان له مخې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰۶ خبریالانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
اسرائیلي ځواکونو ۹۹ روغتیايي کارکونکي او ۱۰ خبریالان بندیان کړي او د غزې په تړانګه کې ۱.۸ میلیونه وګړي بې ځایه شوي چې ۲.۳ میلیونه نفوس لري.
په هغه مرکزونو کې چې بې ځایه شوي فلسطینیان اوسېږي، د ډیر زیات ګڼې ګوڼې له امله د ساري ناروغیو ۳۵۵ زره پېښې ثبت شوې دي.
د اسرائیلو د پوځ د هوايي بریدونو په پایله کې د غزې په تړانګه کې ۱۲۶ دولتي تاسیسات او ۹۲ ښوونځي او پوهنتونونه ویجاړ شوي او ۲۸۵ ښوونځي او پوهنتونونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي. د غزې په تړانګه کې ټولټال ۲۹۰ زره ودانیو او کورنیو زیان لیدلی چې له دې جمع څخه ۶۵ زره کورونه ، ۱۱۹ جوماتونه او ۳ کلیساګانې په بشپړه توګه ویجاړ شوې دي.
د اسرائیلو پوځ ۱۴۲ روغتیايي بنسټونه په نښه کړي، ۵۳ روغتیايي مرکزونه او ۲۳ روغتونونه یې له فعالیته غورځولي دي او ۱۰۴ امبولانسونه یې له منځه وړي دي.
اسرائیلو د فلسطین د کلتوري میراثونو په نښه کولو سره په غزه کې ۲۰۰ تاریخي او کلتوري اثار په خپلو بریدونو کې له منځه وړي دي.