په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۸۴۱۲ تنو ته لوړه شوه.

په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۸۵۰۰ تنو ته قابو شوه

2076100
په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۸۴۱۲ تنو ته لوړه شوه.

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۸۴۱۲ تنو ته لوړه شوه.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې  د ماشومانو په شمول ۲۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس د خبر له مخې اسرائیلو د خان یونس په جنوب، لوېدیځ او د کډوالو د کمپ په ګډون پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي دي.

په خبر کې راغلي دي چې په خان یونس کې د مقداد، النجر او ال امودي کورنیو شل تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګڼ شمیر ټپیان شوي دي او په وژل شوو کې ماشومان هم شامل دي.

د غزې د تړانګې په دیر البلح سیمه کې د اسرائیلو د بریدونو په پایله کې د فطیر د کورنۍ دوه تنه ماشومان وژل شوي دي. د غزې حکومت تېره شپه خبر ورکړ چې د غزې په تړانګه کې د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۸ زره ۴۱۲ ته رسېدلی چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي او د ټپیانو شمېر تر ۵۰ زرو اوښتی دی.


پيوندونه: #ځاني تلفات , #غزه

اړوند خبرونه