د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر له ۱۵ زره ۸۹۹ تنو ته لوړ شو.
په غزه کې د بې ګناه انسانانو قتل عام دوام لري
2072620
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر له ۱۵ زره ۸۹۹ تنو ته لوړ شو.
د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۵۸۹۹ تنه بې ګناه او ملکي وګړي په قتل رسول شوي چې ۷۰ سلنه يي ښځې او ماشومان دي .
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ټپیانو شمېر ۴۲ زرو تنو ته لوړ شوی دی.
د ویلو ده چې د حماس او اسرائیلو ترمنځه د نوامبر په ۲۴ مه نيټه د اسیرانو د تبادلې په موخه لنډمهاله اوربند وشو. د ددې لنډمهاله اوربند نه چې نږدې یوه اونۍ دوام وکړ وروسته یو ځل بیا اسرائیلو پر غزې مځکني او هوايي بریدونه پيل کړل.
اسرائیلو د لنډ مهال اوربند نه راپدیخوا په تیرو ورځو کې نږدې ۱۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي.