د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۱۵ زره ۵۲۳ تنو ته لوړ شو.

په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو شمیر ۱۵۵۳۲ تنو ته لوړ شو

2072298
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۱۵ زره ۵۲۳ تنو ته لوړ شو.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۱۵ زره ۵۲۳ تنو ته لوړ شو.

په غزه کې د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په بریدونو کې د مړو شمیر د ۳۶۱ تنو نورو په اضافه کیدو سره ۱۵ زره ۵۲۳ تنو ته رسیدلی دی.

د ویلو ده چې اسرائیلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې دوه تنه نور فلسطینیان وژلي او د هغوي جسدونه یې له ځان سره وړي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د قالقیلیه په ښار کې د اسرائیلي سرتیرو د ډزو په پایله کې ۲ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

اسرائيلي ځواکونو د فلسطينيانو جسدونه هم برمته کړي دي.

د اسرائیلو پوځ چې د غزې تړانګې په جنوب او شمال کې یې د خان یونس په سیمه کې ځمکني بریدونه پراخه کړي، د  سیمې پر ضد يي خپل هوايي بریدونه  هم زیات کړي دي.

د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شپې پر مهال په غزه کې شاوخوا ۲۰۰ ځایونه بمبار شوي دي.

اسرائیلو ادعا کړې چې په نښه شوي ځایونه د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو پورې اړوند "هدف" وو.



اړوند خبرونه