د اسرائیل لوی درستیز هالوي : پوځ د اکتوبر په اوومه د حماس د بریدونو په مقابل کې پاتې راغلی وو.

د اسرائیلو لوی درستیز هرتزل هالوي بیا دا پیغام تکرار کړ چې پوځ د اکتوبر په اوومه د حماس په برید کې ناکام شو.

2070287

هالوي خبري غونډې ته د اجنډا د مهمو مسئلو په اړه معلومات ورکړل.

هالوي وویل چې د اسرائیلو پوځ د غزې په تړانګه کې د نویو بریدونو لپاره چمتو دی او زیاته کړه په جګړه کې "بشري وقفه" به  د جګړې د چمتووالي نه د بیا کتنې په توګه وکاروي.

هالوي وویل چې د اسرائیلو پوځ به تر هغه وخته ونه دریږي چې په غزه کې ټول بندیان خوشي شوي نه وي.

هالوي د ځینو راپورونو په اړه چې ګواکې پوځ د اکتوبر په اوومه د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام ځواکونو  د برید د پلان په اړه معلومات درلودل، خو دا چې لوړ پوړو افسرانو تر ډېره د خپلو امر لاندې  خبرداری له پامه غورځولی وو  وویل،  پر غزې د بریدونو نه وروسته به هر څه وڅیړل شي.

لوی درستیز یو ځل بیا دې ته په اشارې سره چې د اکټوبر په اوومه د پوځي استخباراتو د ادارې په ګډون د اسرائیلو پوځ ناکام شوی دی، په دې اړه به جدي څېړنې وشي، خو د اوس لپاره باید پر غزې  په بریدونو تمرکز وکړو.

اړوند خبرونه