د غزې د حکومت د رسنیو دفتر د اسرائیلو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان کړل.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له خوا د ۴۸ ورځو سختو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۵ زرو څخه اوښتی چې په کې ۶ زره ۱۵۰ تنه يي ماشومان دي.

2069730
د غزې د حکومت د رسنیو دفتر د اسرائیلو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان کړل.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر د اسرائیلو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو وروستي ارقام اعلان کړل.

 د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له خوا د ۴۸ ورځو سختو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۵ زرو څخه اوښتی چې په کې ۶ زره ۱۵۰ تنه يي ماشومان دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر د غزې تړانګې د وضعیت په اړه په خپل ټیلیګرام حساب کې په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیلو په بریدونو کې ۷۰ تنه خبریالان، ۲۰۷ تنه  روغتیایی کارکونکي او د ملکي خوندیتوب ۲۶ کارکوونکي وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه د نومبر تر ۲۴ مې نېټې پورې د لنډمهاله اوربند د پيلیدو پورې د اسرائيلو په بريدونو کې د ٦ زره ۱۵۰ تنو نه زيات ماشومان او د څلورو زرو نه زياتو ښځو په ګډون څه باندې ۱۵ زره کسان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ټپیانو شمېر له ۳۶ زرو څخه اوښتی، چې ۷۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې د لادرکه شويو کسانو شمېر ٧ زرو ته رسېدلى، چې په کې ۴ زره ٧٠٠ ښځې او ماشومان هم شامل دي.  دا معلومه نده چې دا کسان تر خاورو لاندې دي  او که بل څه پرې شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰۳ دولتي تاسیسات ویجاړ شوي، ۲۶۶ ښوونځي په نښه شوي چې  ۶۷ یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي او له فعالیته غورځیدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اسرائیلو په خپلو بریدونو کې ۸۸ جوماتونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي، ۱۷۴ یې زیانمن کړي او ۳ کلیساګانې یې په نښه کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې اسرائیلو په ۴۸ ورځو کې د غزې په تړانګه کې نږدې ۵۰ زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او ۲۴۰ زره کورونه یې زیانمن کړي او دا شمیره د غزې په تړانګه کې د کورونو له ۶۰ سلنې سره برابره ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په غزې تړانګه کې د روغتيا په برخه کې جدي خطر دوام لري او د يادونې وړده چې د اسرائيلو د بريدونو له امله ۲۶ روغتونونه، ۵۵ روغتيايي مرکزونه او ۵۶ امبولانسونه له کاره وتلي دي.

په اعلامیه کې سیمې ته د تیلو د رسیدو اهمیت ته اشاره شوې او ویل شوي چې څه د پاسه ۸۰۰ زره فلسطینیان په تیره بیا د غزې په ښار او شمال کې په سختو شرایطو کې د ژوندي پاتې کیدو هڅه کوي.



اړوند خبرونه