د اسرائیلو لخوا پر غزې په روانو بریدونو کې په لسګونو تنه ژورنالستانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۵ تنه ژورنالستانو ژوند د لاسه ورکړی دی

2057738
د اسرائیلو لخوا پر غزې په روانو بریدونو کې په لسګونو تنه ژورنالستانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اسرائیلو لخوا پر غزې په روانو بریدونو کې په لسګونو تنه ژورنالستانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د غزې حکومت د رسنیو دفتر د ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې ، د اسرائیلو لخوا پر غزې په روانو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه ژورنالستانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان د غزې حکومت د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو ژورنالستانو لست هم خپور کړ.

د بله پلوه لبنان ویلي‌ دي‌ چې د غزې سره په پوله کې د اسرائیلو په برید کې یو تن لبناني‌ ژورنالست ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې د اکتوبر په اومه د  اسرائیلو لخوا پر غزې د پيل شوو بریدونو په نتیجه کې د وژل شوو فلسطیني‌ وګړو شمیره د ۸۰۰۰ تنو نه واوښته.

په وژل شوو کسانو کې ډیری ښځې او ماشومان دي.



اړوند خبرونه