د عربي‌ هیوادونو نه د محمود عباس غوښتنه

د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، چې په غزه کې فلسطینیان د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې له نسل وژنې او قتل عام سره مخامخ دي او د عربي هېوادونو له مشرانو سره یې د فوق العاده غونډې غوښتنه وکړه.

2057325
د عربي‌ هیوادونو نه د محمود عباس غوښتنه

 د فلسطین ولسمشر محمود عباس ویلي، چې په غزه کې فلسطینیان د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې له نسل وژنې او قتل عام سره مخامخ دي او د عربي هېوادونو له مشرانو سره یې د فوق العاده غونډې غوښتنه وکړه.

 

د فلسطین د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د فلسطین د ازادۍ سازمان اجرایوي بورډ د وروستیو پرمختګونو په اړه فوق العاده غونډه وکړه.

 

عباس په دغه لیدنه کې په خپله وینا کې د فلسطین د ولس په خلاف د وحشیانه حملو د بندولو او د هغو د علتونو د ختمولو، له سیمه ایزو او نړیوالو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د عربو هیوادونو د مشرانو د فوق العاده غونډې غوښتنه وکړه . هغه وویل د فلسطین د ولس د پاتې کیدو د یقیني کولو لپاره هر هغه څه چې لازمه دي باید ترسره کړي.

عباس په دې باندې په تاکید سره چې د فلسطین ملت له سختو حالاتو څخه تیریږي وویل: په غزه کې زمونږ خلک د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې د اسرائیلي ځواکونو له خوا له نسل وژنې او قتل عام سره مخامخ دي.

 

عباس څرګنده کړه، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له مسودې سره سم په غزه کې د سمدستي، دایمي او بشردوستانه اوربند او د دښمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه شوې، اسرائیلي ځواکونو ځمکني بریدونه پیل کړل او پر غزه یې سخته بمباري وکړه.

 

عباس وويل: د څه دپاسه درې زره فلسطيني ماشومانو د وژنې په وړاندې څنګه غلي پاتې کيداى شي، د روغتونونو د بمبارۍ په وړاندې څنګه غلى پاتې کيداى شي؟ د ملکیانو ډله ایزه سزا؟"

 

عباس له فلسطینیانو سره د پیوستون په خاطر د ترسره شویو مظاهرو په قدرونې سره وویل: زه په فلسطین کې په جلاوطنۍ، په کیمپونو، مهاجرینو او د نړۍ ټولو ازادو خلکو ته چې د فلسطین له مشروع ملت سره خپل پیوستون او اخلاص څرګندوی سلامونه وړاندې کوم.

عباس د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې پر اسرائيلو فشار راوړي چې د فلسطيني ولس د وينې تويولو مخه ونيسي او پر فلسطينيانو يې هم غږ وکړ چې په خپله خاوره کې ودرېږي او د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرائيلي ځواکونو له خوا د پيل شوې جګړې پر وړاندې د يووالي په توګه ودرېږي. غزه، لویدیځه غاړه او بیت المقدس، او د جلاوطنۍ په وړاندې مبارزه وکړي او د نوي نقبه (لوی ناورین) سره د مبارزې غوښتنه وکړه.

 

عباس ژمنه کړې چې هر هغه څه چې اسرائيلو په غزه کې ويجاړ کړي، بيا جوړوي.

 

"غزه، د ختیځ بیت المقدس او لویدیځې غاړې سره به د فلسطین د دولت اصلي برخه پاتې شي، د اشغالګرو په غیږ کې خنجر دی. بیت المقدس به د مسلمانانو او عیسویانو د سره زموږ ابدي پلازمینه وي.".

 

د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې هوايي بریدونه به زیات کړي او ځمکني عملیات به پراخ کړي.

 

شفا روغتون چې په غزه کې تر ټولو لوی روغتیايي مرکز دی چې زرګونه ټپیان او ملکي وګړي په کې ځای پر ځای شوي وو، هم د اسرائیلي پوځ لخوا په نښه شو.

 

د حماس وسله والې څانګې، عزالدین القسام ځواکونو  د اکتوبر په اوومه سهار د "اقصی سیلاب" په نوم پر اسراییلو پراخ برید پیل کړ.

 

اسرائیلي پوځ هم د غزې په تړانګه د لسګونو جنګي الوتکو په وسیله بریدونه پيل کړي دي.

 

ویل شوي، چې له غزې څخه په ترسره شوو بریدونو کې د ۳۱۰ پوځیانو په ګډون ۱۴۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۵۱۳۲ اسراییلیان ټپیان شوي دي.

 

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸ زرو ته رسېدلی او شاوخوا ۲۰ زره کسان ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه