اسرائیلو د ملکي‌‌ وګړو پر روغتون د برید سره په سلګونو تنه بې ګناه انسانان په شهادت ورسول

اسرائیلو یو ځل بیا یو ستر بشري‌ جنایت ترسره کړ.

2052253
اسرائیلو د ملکي‌‌ وګړو پر روغتون د برید سره په سلګونو تنه بې ګناه انسانان په شهادت ورسول

اسرائیلو یو ځل بیا یو ستر بشري‌ جنایت ترسره کړ.

اسرائیلي‌ ځواکونو په غزه کې په یو روغتون د برید سره په سلګونو تنه بې ګناه او معصوم  ملکي‌ وګړي‌ شهیدان کړل.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنو بې ګناه او ملکي‌‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د غزې د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره د مسئلې په اړه وویل چې ، اسرائیلو په غزه کې په روغتون د بمبارۍ په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه ملکي‌ وګړي‌ په قتل رسولي‌ دي.

پدې برید کې په سلګونو تنه ټپیان شوي‌ دي. ویل کیږي‌ په سلګونو تنو  ملکي‌ وګړو  دې روغتون ته پناه وړې وه او د روغتون په صحن کې میشت شوي‌ وو.

د غزې حکومت د اسرائیلو ددې برید نه د جنګي‌ جنایت په توګه یادونه کړې ده .

همداشان دې برید ډیر سخت غبرګونونه هم پارولي‌ دي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې پر روغتون د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي‌ دي‌ چې ، په یو روغتون کې په ښځو، ماشومانو او بې ګناه ملکي‌ وګړي‌ برید کول ددې ښکارندويي‌ کوي‌ چې اسرائیل تر ټولو مهمو ‌ بشري‌ ارزښتونو نه هم  بې برخې دی.

په غزه کې ددې وحشت چې په تاریخ کې تر اوسه پورې ساری لیدل شوی ندی  د مخنیوي‌ په خاطر ټول بشریت ته د خوځښت بلنه ورکوم.


پيوندونه: #برید , #غزه , #اسرائیل

اړوند خبرونه