حماس پر اسرائیلو د بریدونو نه خبر ورکړی دی

حماس پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو اعلان کړی چې د غزې په شمال کې پر اسرائیلي پوځیانو په برید کې لږ تر لږه لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

2142891
حماس پر اسرائیلو د بریدونو نه خبر ورکړی دی

 حماس پوځي څانګې عزالدین القسام لواګانو اعلان کړی چې د غزې په شمال کې پر اسرائیلي پوځیانو په برید کې لږ تر لږه لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د قسام لواګانو لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې اسرائیلي پوځیان چې د ځمکې له لارې بیت حانون ته ننوتي د شپې له خوا پرې برید وشو.

په بیان کې ویل شوي چې په بیت حانون کې د لسو اسرائیلي پوځیانو موټر لومړی په نښه شو او بیا په موټر کې لاسي بمونه وغورځول شول . د نوموړو اسرائیلي سرتیرو چې برید پرې شوی وو مرستې ته  نور ځواکونه راواستول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي هغه مهال وچول شول  چې پلي ځواکونه سیمې ته  ورسیدل . په چاودنه کې یو زیات شمیر پلي  سرتیري د خپلو نورو عسکرو مرستې ته راغلي وو ووژل شول.

په بیان کې یادونه شوې چې د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح په سیمه کې د اسرائیلو د پوځ دوه «D9» پوځي بلدوزرونه د «یاسین-۱۰۵» راکټ په وسیله په نښه شوي دي.

د اسلامي جهاد د نظامي څانګې قدس لړۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صهیونیسټي پوځیانو موټرونه او اسرائیلي پوځیان د سیبالیا کمپ په ختیځ کې په نښه شوي دي.

القسام ویلي دي چې دوې د فتح غورځنګ اړوند د الاقصی شهیدانو لوا سره یو ځای پر اسرائیلي پوځیانو چې د سیبالیا په کمپ کې د یوې ودانۍ شاته ځای په ځای شوي وو د هاوان سره پراخه بریدونه وشول.

د ویلو ده چې د غزې د تړانګې په مرکزي سیمو کې د دیرالبله په ښار کې د کساریه ښوونځي په شاوخوا کښې د اسرائیلي پوځیانو ګاډي او اسرائیلي پوځیان د هاوان په ګولیو وویشتل شول.

اسرائيلي پوځ د چورلکې په وسيله له سيمې څخه د خپلو مړو او ټپیانو د ویستو هڅه وکړه.



اړوند خبرونه