د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر غزې د اسرائیلو د بریدونو او د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر غزې د اسرائیلو د بریدونو او د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې.
د فلسطين د رسمي خبري اژانس WAFA د خبر له مخې ولسمشر عباس د امريکا د بهرنيو چارو له وزير بلينکن سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
عباس د دې خبرې ټینګار سره چې د اسرائیلو او یهودیانو له خوا سرغړونې او د مسلمانانو او عیسویانو په سپیڅلو ځایونو په تیره بیا الاقصی جومات باندې د هغوی حملې په سیمه کې د تاوتریخوالي لامل دی او ټینګار یې وکړ چې اسرائیلو صهیونیسټی رژیم باید د فلسطین د خلکو پرضد خپل تیری بند کړی.
عباس دې ته په اشارې سره چې د اسرائیلو په اړه د نړیوالو مشروع فیصلو او نړیوالو قوانینو په عملي کولو کې پاتې راتلل او د فلسطین په خلکو د ظلمونو دوام د سیمې حالات د یوې داسې چاودنې په لور بیايي چې د زغملو وړ ندي.، عباس د نړیوالو نه د فلسطین د خلکو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
بلینکن دا هم وویل چې هیواد یې په سیمه کې د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره له ټولو خواوو سره کار کوي او په اړیکو کې د پاتې کیدو په اهمیت یې ټینګار وکړ.
د حماس پوځي څانګې، القسام لوا نن سهار اعلان وکړ چې د "اقصی توپان" په نوم یې د اسرائیلو پر خلاف پراخه عملیات پيل کړي دي. په داسې حال کې چې له غزې څخه د اسرائیلو پر لور زرګونه توغندي توغول شوي، د حماس وسله والې ډلې په سیمه کې د اشغال لاندې د یهودانو میشت ځایونو ته ننوتلي دي.
د اسرائیلو پوځ هم د لسګونو جنګي الوتکو په مرسته د غزې په تړانګه بریدونه پيل کړي دي .
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۳۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۶۹۷ تنه ټپیان شوي دي.
اسراييلي رسنیو اعلان کړى، چې د غزې له لورې په بريدونو کې تر دې دمه ٣٠٠ تنه اسرائيليان وژل شوي او په ټول هېواد کې د ټپيانو شمېر له ١١٠٠ تنو څخه اوښتى دى.