سعودي عربستان د لوی اختر ورځ اعلان کړه
سعودي عربستان اعلان کړی، چې نن د ذوالحجې لومړۍ نیټه ده او لوی اختر به د جون په ۲۸ نیټه وي.
2001469
سعودي عربستان اعلان کړی، چې نن د ذوالحجې لومړۍ نیټه ده او لوی اختر به د جون په ۲۸ نیټه وي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان سترې محکمې د ذوالحجې د میاشتې د پیلیدو په اړه د سپوږمۍ د لیدلو پخلی کړی دی.
په همدې اساس ویل شوي چې نن د ذوالحجې د میاشتې لومړۍ نیټه ده چې د حج مراسم ترسره کیږي او د جون ۲۷ نیټه چې د ذوالحجې نهمه نیټه وي او د عرفې ورځ وي. همداشان د جون ۲۸ نیټه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
د هجري کلیزې له مخې د لوی اختر ورځ د ذوالحجې په لسمه د سهار له لمانځه وروسته پیلیږي او د دیارلسمې نیټې د مازیګر د لمانځه سره پای ته رسیږي.