د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر پر مسجدالاقصی چاپه واچوله
د اسرائیلو ښي اړخې د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې پر الاقصی جومات چاپه واچوله.
د اسرائیلو ښي اړخې د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې پر الاقصی جومات چاپه واچوله.
بن ګویر د سهار په وختي ساعتونو کې د اسرائیلي پولیسو تر کلکې څارنې او امنیت لاندې حرم شریف ته داخل شو.
بن ګویر چې د خپلو پارونکو اعمالو سره شهرت لري د ۵ کلوو نه وروسته لومړنی برحاله اسرائیلي وزیر دی چې الاقصی جومات ته ننوځي.
اسرائیلي سیاستوال دغه کړنه چې په مسجد الاقصی کې له وضعیت څخه سرغړونه بلل شوې د فلسطینیانو لخوا پر الاقصی جومات د برید په توګه ترینه یادونه شوې .
مخکې له دې چې هغه په نوي جوړ شوي حکومت کې وزیر شي، بن ګویر په مکرر ډول د مسجد الاقصی د بریدونو، د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي د هڅولو او د پارلمان د غړي په توګه د هغه د دورې په جریان کې د توکمیزو او فراطي بیاناتو له امله شهرت درلود.
د فلسطین ادارې خبرداری ورکړی چې د مسجد الاقصی د تاریخي حیثیت ته هر ډول صدمه رسول او سرغړونه به ناوړه عواقب ولري.
د فلسطين د رسمي اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند نبيل ابو رودين د اسرائيلو د پرله پسې ، په مسجدالاقصی کې یهودانو ته د تورات د لوستلو سره د دیني مراسمو ځای پر ځای کولو په مسجدالاقصی کې د کنیسې د جوړولو لپاره د ځای د معلومولو په اړه څرګندونې وکړې.
ابو رودین په اشغال شوو فلسطیني خاورو کې د اسرائیلو د میشت ځایونو د فعالیتونو د زیاتیدو او هره ورځ د فلسطینیانو د وژلو او په اقصی کې ټولو ادیانو ته د مساوي حقونو د ورکولو په خطرونو باندې په ټینګار سره وویل چې د اقصی د تاریخي حیثیت خرابیدل به جدي پایلې ولري. د جګړې د اعلان په معنی.
ابو رودین وړاندوینه وکړه چې دا پیچلې ستونزې د یوې نوې کړکېچنې او بې ثباته دورې لپاره لاره هواره کړه او یو بل تاریخي دوره به تجربه شي.
"که چیرې دا خطرناکه پالیسي د امریکا لخوا د جدي فشار له لارې بنده نه شي هر څه به له کنټرول څخه بهر شي."