په عراق کې د محمد شیاع السوډاني په مشرۍ حکومت د باور رای واخیسته
په عراق کې د محمد شیاع السوډاني په مشرۍ نوي حکومت ، له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړه.
1898982
په عراق کې د محمد شیاع السوډاني په مشرۍ نوي حکومت ، له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړه.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوي حکومت لپاره د باور رایه واخیستل شوه.
په داسې حال کې چې د سوډاني له خوا په جوړه شوې کابینه کې له ۲۳ وزیرانو څخه ۲۱ یې د باور رایه ترلاسه کړه، خو د کرد ګوندونو ترمنځ د اختلاف له امله د بیارغونې او تصفیې وزیر او د چاپیریال وزیر ته د باور رایه ورنکړل شوه.
په همدې حال کې ترکمن نژاد ثابت عباسي د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
نویو وزیرانو په ولسي جرګه کې لوړه وکړه او په دندو یې پیل وکړ.