د عراق په پارلمان کې د مقتدا الصدر پلوي ۷۵ تنو وکیلانو استعفا وکړه.
د عراق په پارلمان کې د الصدر غورځنګ د مشر مقتدا الصدر اړوند د الصدر ډلې ۷۵ تنو وکیلانو استعفا وکړه.
د عراق په پارلمان کې د الصدر غورځنګ د مشر مقتدا الصدر اړوند د الصدر ډلې ۷۵ تنو وکیلانو استعفا وکړه.
په یوه لنډه ویدیو کې چې له الصدر په پلوي ټولنیزو رسنیو پاڼو کې خپره شوې، لیدل کیږي چې د صدر بلاک پارلماني ګروپ مشر حسن ازري د پارلمان رئیس حلبوسي ته د ۷۵ تنو وکیلانو استعفاوې وړاندې کوي او د حلبوسي لخوا منل کیږي.
د ویلو ده چې شیعه سیاسي او مذهبي مشر الصدر په پارلمان کې د خپل پلوي وکیلانو نه له دندو څخه د استعفا کولو غوښتنه کړې وه.
که څه هم مقتدی الصدر د مسعود بارزاني په مشرۍ د کردستان دیموکراتیک ګوند او په پارلمان کې د سني چتر تنظیم سره د ائتلافي حکومت په اړه درې اړخیز ایتلاف جوړ کړی و، خو بیا ددوې ترمنځه اختلافاتو دوام درلود.
په عراق کې د تیر کال د اکتوبر د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې د الصدر ډلې په پارلمان کې تر ټولو د زیاتو رایو په ګټولو سره تر ټولو ډیرې څوکۍ ترلاسه کړې وې.