په اسرائیل کې په خونړي برید کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسرائیل په ایلات ښار کې د دوو تنو لخوا په لارویانو باندې د چړو او تبرونو سره برید شوی
1822714
د اسرائیل په العاد ښار کې د دوو تنو لخوا په لارویانو باندې د چړو او تبرونو په برید کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د یو تن روغتیايي حالت ښه ندی.
له سیمي نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي چې د تل ابیب په ختیځ کې د العاد په ښارګوټي کې د نامعلومو کسانو له لوري په مسافرو د چړو او تبرونو سره په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
ویل شوي، چې له برید وروسته، شکمن کسان له سیمې تښتېدلي او پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره د چورلکې په مرسته عملیات پیل کړي دي. عیني شاهدانو ویلي، چې یوه بریدګر تومانچې او بل بیا د تبر او غټ چاقو څخه کار اخیستی دی. ویل کیږيچې دوه بریدګر په یوه موټر کې له سیمې تښتېدلي دي