د سعودي عربستان د جدې ښار په یو بندر کې د تیلو په یو ټانکر کې چاودنه شوې ده .

د سعودي د جدې په ښار کې د تیلو په ټانکر کښتۍ کې چاودنه شوې

1544916
د سعودي عربستان د جدې ښار په یو بندر کې د تیلو په یو ټانکر کې چاودنه شوې ده .

 

سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې د سعودي عربستان د بحرالاحمر په سواحلو کې د جدې ښار په بندر کې لنګر اچوونکې د بي ډبلیو رهینا په نامه د سنګاپور بیرغ لرونکې د نفتو په ټانکر کښتۍ کې چاودنه شوې ده .

د بي ډبلیو شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پدې برید کې د کښتۍ ۲۲ تنو خدمې ته هیڅډول زیان ندی رسیدلی. د چاودنې له امله کښتۍ یوې برخې ته زیان رسیدلی دی.

یاد شوي شرکت ویلي دي چې د چاودنې له امله ټانکر ته د اوښتي زیان له امله تیل سمندر ته توی شوي دي.

یاد شوي شرکت ویلي دي چې دا برید بهرنیو لخوا ترسره شوی دی.

سعودي عربستان او ددې هیواد دښمن په یمن کې حوثي یاغیانو د برید په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې حوثي یاغیان وخت نا وخته د سعودي عربستان په هدفونو بریدونه کوي چې ګمان کیږي دا برید هم د حوثیانو لخوا شوی وي.



اړوند خبرونه