د اسرائیل د استخباراتو رئیس د لومړي ځل لپاره دوبۍ ته په رسمي سفر تللی دی
د اسرائیل د استخباراتو رئیس متحده عربي اماراتو ته رسمي سفر کړی
د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځه د اړیکو عادي کولو په اړه د تړون د لاسلیکولو نه وروسته د لومړي ځل لپاره د اسرائیل د استخباراتو موساد رئیس یوسي کوهین متحده عربي اماراتو ته رسمي سفر وکړ.
د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د موساد رئیس کوهین په دوبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت مشاور شیخ شیخ طحنون بن زید ال نیهان سره ولیدل.
ال نیهان او کوهین پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د امنیتي مسایلو په برخه کې پر همکاریو او سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې وکړې.
همداشان پدې لیدنه کې د نوي ډول کرونا ویروس په مسئلې هم خبرې شوي دي.
د یادولو وړ ده چې متحده عربي اماراتو د اګست په ۱۳ مه نیټه د اسرائیل سره د اړیکو د عادي او نورمالولو په خاطر تړون لاسلیک کړ.
ددې دوو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د عادي کیدو خبر د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ ورکړ.
ټرمپ د اګست په ۱۳ مه نیټه اعلان وکړ چې د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځه په کامله توګه د اړیکو د عادي کیدو اړوند تړون لاسلیک شو. ددې نیټې نه وروسته د اسرائیل او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د ټيلیفوني خبرو نه وروسته داځل د اسرائیل د استخباراتو رئیس دوبۍ ته رسمي وکړ.
د ویلو ده چې د یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو د متحده عربي اماراتو پر خلاف د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر په لاسلیک کړي تړون ډیرې سختې نیوکې وکړې او ددې تړون نه يي فلسطین دعوا لپاره د ستر خیانت په توګه یادونه وکړه.
فلسطین وویل چې متحده عربي اماراتو د فلسطین خلکو او دعوا ته ستر خیانت وکړ.
متحده عربي امارات بیا وايي چې دا تړون يي د سیمې د سولې په خاطر کړی دی.