په بیروت کې دوه سترې چاودنې شوي
د لبنان په پلازمینه بیروت کې زورورې چاودنې شوي
د لبنان په پلازمینه بیروت کې دوه ډیرې سترې چاودنې رامنځته شوي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنې نن سې شنبه د مازیګر په ساعتونو کې رامنځته شوي دي .
چاودنې د بیروت د بندر ترڅنګ رامنځته شوي دي .
ویل کیږی لومړی کوچنۍ او ورپسې یوه ډیره ستره چاودنه رامنځته شوه.
چاودنې د پخواني لومړي وزیر سعد حریري کور ته نږدې شوي دي . چاودنې دومره زورورې وې چې د ښار د ډیرې لرې پرتو سیمه کې غږ اوریدل شوی دی.
همداشان دا چاودنې دومره زورورې وې چې ۸۰ کیلومتره لرې سیمو کې د کورونو شیشې ماتې کړي دي. ویل کیږي په بیروت کې یوه هینداره روغه نده پاتې.
عیني شاهدانو د ګن شمیر کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. پداسې حال کې چې ځینو برخو د هوايي فشنګونو نه بار په کښتۍ د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی خو ځینو برخو دا خبره رد کړې ده .
د چاودنو اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو د برید په اړه ډول ډول ادعاګانې شتون لري.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پيښه کې ډیر زیات کسان ټپیان شوي دي. د لبنان د عامې روغتیا وزارت د بیروت ټول ډاکټران هر څه ژر روغتونونو ته راغوښتل شوي دي.