په عراق کې په حشد الشعبي‌ شیعه ملیشو خونړي‌ بریدونه شوي

داعش ترهګرې ډلې په عراق کې په حشد الشعبي‌ ملیشو ترهګري بریدونه کړي

1409159
په عراق کې په حشد الشعبي‌ شیعه ملیشو خونړي‌ بریدونه شوي

داعش ترهګرې ډلې په عراق کې د حشد الشعبي‌  شیعه  ملیشو په مرکزونو خونړي‌ بریدونه کړي‌ دي. دا خبره د حشد الشعبي‌ ډلې  کړې ده .

د حشد الشعبي‌ ملیشو لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې داعش ترهګرې ډلې د صلاح الدین د ولایت اړوند د بلد په سیمه کې ددوې پر مرکزونو خونړي‌ بریدونه کړي‌ چې په نتیجه کې د حشد الشعبي‌ لس تنه وسله وال سرتیري‌ وژلي‌ دي.

ویل کیږي‌ پدې بریدونو کې ګڼ شمیر د حشد الشعبي‌ ملیشه سرتیري ټپیان شوي دي‌ چې د تداوۍ په خاطر نږدې روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.



اړوند خبرونه