په مصر کې د درې میاشتو لپاره بیړنی حال اعلان شو.
د مصر ولسمشر په هیواد کې بیړنی حال اعلان کړ
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د نن نه په اعتبار سره په هیواد کې د دری میاشتو لپاره بیړنۍ حال اعلان کړ.
سیسي د تقنیني فرمان په صادرولو سره د اپریل د ۲۸ مې نیټې د یوې بجې نه په اعتبار سره په هیواد کې د درې میاشتو لپاره بیړنی حال اعلان کړ.
د سیسي لخوا خپور شوی فرمان په رسمي جریده کې د خپریدو نه وروسته نافذ شو.
په خپور شوي فرمان کې راغلي دي چې د هیواد وسله وال ځواکونه او د پولیسو تشکیلات د ترهګرۍ د ګواښونو پر خلاف د مبارزې، د هیواد د امنیت د خوندي کولو، د دولتي او خصوصي ملکیتونو د حفاظت او د هیوادولو د ځان او او مال د دفاع او حفاظت په خاطر د هر ډول لازمو تدابیرو د نیولو په دنده وګمارل شول.
سربیره پر دې د بیړني حال د ۱۶۲ شمیرې د قانون له مخې لومړي وزیر ته هم ولسمشر ته ورکړل شوي صلاحیتونه ورکړل شول.
په فرمان کې راغلي دي چې د بیړني حال نه سرغړونکي به د بند په سزا محکوم کړی شي.
په فرمان کې په هیواد کې د بیړني حال د اعلانولو لامل د روغتیا او امنیت په برخو کې موجود خطرات او ګواښونه په ګوته شوي دي.