صالح قاشقچي : د سعودي عربستان پر قضايي ارګانونو پوره باور لرم.
د قاشقچي د لومړني تلین په اړه د هغه د زوی پيغام
د سعودي عربستان ژورنالست جمال قاشقچي چې د تیر کال د اکتوبر په دویمه نيټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو زوی صالح قاشقچي ویلي دي چې د سعودي عربستان په قضايي ارګانونو پوره باور لري.
هغه ویلي دي چې د خپل پلار د جنایت د دعوا په مسئله کې د سعودي عربستان په قضايي ارګانونو پوره اعتماد لري.
هغه دا څرګندونې د خپل ټویټر پاڼې له لارې کړي دي.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې لیکلي دي چې « ګرانه پلاره، ستا د مړینې نه یوه کال تیریږي. لکه څرنګه چې مې مخکې هم ویلي وو د سعودي عربستان په قضايي ارګانونو پوره باور او اعتماد لرو. پوره باور لرو چې د عربستان قضايي ارګانونه به عدالت تامین کړي او ددې وحشي جنایت فاعلین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوي. زه هم د خپل پلار په څیر په خپل وطن مین او خپلو مشرانو ته صادق یم. »
د ویلو ده چې د سعودي عربستان ژورنالست جمال قاشقچي د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په ډیره بې رحمانه توګه په قتل ورسول شو.
د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرۍ د قاشقچي د جنایت په اړه د ترسره کړو تحقیقاتو په پایله کې په خپور کړي ۱۰۱ پاڼیز راپور کې ویلي وو چې قاشقچي په قصدي ډول د سعودي عربستان د حکومت لخوا وژل شوی دی.