حوثي یاغیانو د زرګونو تنو سعودي سرتیرو د اسیر نیولو ادعا کړې ده
حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په خاوره کې د عملیاتو په ترڅ کې د زرګونو تنو سعودي سرتیرو د اسیر نیولو ادعا کړې ده .
د حوثي یاغیانو د پوځي څانګې ویاند یحیی سریع ویلي دي چې دا عملیات يي د سعودي عربستان د نجران ولایت په څنډو کې ترسره کړي دي.
هغه ویلي دي چې دې عملیاتو ته يي د میاشتو میاشتو راهیسې تیاري نیولې وه چې بالاخره يي ترسره کړل. پدې عملیاتو کې د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف درې فرقو ماته خوړې او په سلګونو تنه سرتیري او زغروال ګاډي نیول شوي دي.
ویاند د نوموړو عملیاتو د پیل او پایته رسیدو د تاریخ په اړه څه ندي ویلي او زیاته کړې ده چې د نوموړو عملیاتو په اړه وروستي جزیات به په راتلوونکو ورځو کې اعلان کړي .
هغه ویلي دي چې دا د عرب ائتلاف پر وړاندې ترسره شوي تر ټولو ستر عملیات دي.
سعودي عربستان د مسئلې په اړه څه ندي ويلي.
د بله پلوه امریکايي رسنیو ویلي دي چې د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځه په څلورو سیمو د هوايي بریدونو د نه ترسره کولو په اړه تفاهم شوی دی خو حوثي یاغیانو بیا دا خبر رد کړی دی.
د بله پلوه بیا د عرب رسینو ویلي دي چې د یمن حکومت د عمان په پلازمینه مسقط کې د حوثي یاغیانو سره مخامخ لیدنه کړې ده خو د یمن د معلوماتو وزیر بیا دا ادا رد کړې ده .
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو یو څه موده مخکې د سعودي عربستان د تیلو په دوو سترو چاڼځایونو بریدونه کړي وو چې د نړۍ په کچه يي د تیلو بحران رامنځته کړی وو. امریکا او سعودي عربستان بیا ددې بریدونو پړه پر ایران اچولې وه.