د سعوديعربستان د پاچا ملک سلمان تر ټولو نږدی ساتوونکی ووژل شو
د سعوديعربستان د پاچا تر ټولو نږدی ساتوونکی جنرال ووژل شو
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز تر ټولو نږدی ساتوونکی جنرال ووژل شو. په هغه برید کوونکی هم له خپو غورځول شوی دی.
د سعودي عربستان د پاچا تر ټولو نږدی ساتوونکی چې د ډیرو اوږدو کلونو راهیسي په شاهي کورنۍ کې خدمت کولو نن یکشبنه د سپټمبر ۲۹ مه نيټه په یوې میملستیا کې د خپل یو تن ملګري لخوا ووژل شو.
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د ساتوونکي جنرال عبدالعزیز الفغم د وژل کیدو خبر د هغه ورور د خپل ټویټر پاڼې له لارې اعلان کړ.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د مکې ښار د پولیسو له قوله لیکلي دي چې جنرال عبدالعزیز تیره شپه په مکې ښار کې د خپل یو ملګري کور ته تللی وو چې هلته يي بل ملګري هم شتون درلود. هغه د خپل ملګري په کور کې میلمه بل ملګري سره د لفظي شخړې نه وروسته پرې ډزې وشوې چې د هغه په ګډون دوه تنه نور هم ټپیان شول.
د پيښې نه وروسته جنرال عبدالعزیز سمدلاسه روغتون ته انتقال کړی شو چې نن يي ژوند د لاسه ورکړ. همداشان پدې پيښه کې یو تن فیلیپیني کارګر او یو تن هم بل ټپي شويدي.
وروسته پولیسو د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات ترسره کړل چې د برید کوونکي او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته وشوه. برید کوونکي چې تسلیمیدو نه ډډه کوله د امنیتي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
همداشان پدې نښته کې د پولیسو یو تن مشر هم سخت ټپي شوی دی.
د جنرال عبدالعزیز الفغم ورور د سعودي عربستان د ملي شورا غړي ډاکټر نواف الفغم ویلي دي چې د جنرال عبدالعزیز جنازه به نن په مکې مکرمه کې د ماسخوتن د لمانځه نه وروسته خاورو ته وسپارل شي.
همداشان د هغه لپاره به د سې شنبې او چار شنبو پر ورځ په پلازمینه ریاض د فاتحې مراسم جوړ شي.
د بله پلوه ځینو ځايي خبري رسنیو بیا د هغه وژنه پلان کړی عمل بولي . ویل کیږي هغه پداسې حال کې وژل شوی دی چې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لخوا له دندې ګوښه شوی وو. د هغه د مړینې په اړه ځیني شک او شپهې شتون لري.