سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د سیاحتي ویزو په ورکولو پیل کوي.

د سعودي عربستان حکومت  د ۴۹ هیوادونو د وګړو لپاره  په انلاین توګه  سیاحتي ویزو  په ورکولو  پيل کوي.

1277565
سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره د سیاحتي ویزو په ورکولو پیل کوي.

 

د سعودي عربستان  ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په امر  د هیواد  سیاحتي سکتور  د ودې په خاطر  د نړۍ د ۴۹ هیوادونو وګړو ته  په انلاین توګه د سیاحتي ویزو د ورکولو لپاره ټول چمتوالی  سرته رسیدلی دی.

د سعودي عربستان خبري رسنیو ویلي دي چې  د انلاین ویزو ورکولو  بحیر  به  د راتلوونکي اونۍ د پیل راهیسې  پيل شي.

سعودي عربستان پداسې حال کې  د سیاحتي ویزو  په ورکولو پيل کوي چې  دوه اونۍ مخکې ددې هیواد  د تیلو په دوو سترو چاڼځایونو  د ډرون او توغندیو پر مټ  بریدونه وشول.

د سعودي عربستان  شهزاده بن سلمان ویلي دي چې  په پام کې لري تر ۲۰۳۰ کاله په هیواد کې د ګرځندوی سکتور  ته  لس سلنه وده ورکړي.

د سعودي عربستان د ګرځندوی د چارو مشر احمد الخطیب ویلي دي چې  سعودي عربستان د ګرځندویانو پر مخ  پرانیستل او هغوې ته سیاحتي ویزو د اسانتیاوو برابرول  په اصل کې یو تاریخي  اقدام دی. پوره باور لري چې  هغه ګرځندویانو  چې  یو ځل د سعودي عربستان تاریخ ، کولتور او ثقافت  د نږدې نه ووینې  ددې هیواد په تاریخي سیمو به مینان  شي.

هغه وویل چې سعودي عربستان ته  به ګرځندویانو ته  ټولو ښارونو ته د سفر  او لیدو اجازه ورکړي پرته  په مکې او مدینې منوره کې د مقدسو ځایونو نه. په مکه او مدینې منوره کې  مقدسو سیمو ته  د سفر او لیدو  اجازه یواځې مسلمانانو ته ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه چې  سعودي عربستان  تر ۲۰۳۰ کاله په کال کې د سل میلیونو تنو ګرځندویانو  د راجلبولو پلان لري.

هغه وویل چې اوس مهال  مونږ هم پدې کچه  ګرځندویانو کوربه توب ته  چمتو نه یو ځکه چې  په کافي اندازه  هوټلونه  او بنسټونه  شتون نلري.

هغه وویل چې  مونږ  دې هدف ته د رسیدو په خاطر  لومړی باید لږ تر لږه  ۵۰۰۰۰۰ نوې هوټل خونې  جوړې کړو.

هغه زیاته کړه چې ددې سره به  کم تر کمه  لس لکو کسانو ته د کار زمینه هم  برابره شي.

سعودي عربستان د امریکا، انګلستان، کاناډا  او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۴۹ هیوادونو  وګړو ته  په انلاین ویزې ورکولو پيل کوي.  



اړوند خبرونه