په قاهره کې ټرافیکي پيښې فاجعه رامنځته کړه
د مصر په پلازمینه قاهره کې ټرافیکي پيښې نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
1247748
د مصر په پلازمینه قاهره کې د څلورو موټرو د جنګیدو په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوه. د موټرو د جنګیدو نه وروسته چاودنه رامنځته شوه.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د مصر د روغتیا وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د پلازمینې قاهرې په مرکزي برخو کې د سرطان د انیستیتیوت ترڅنګ بې لاسه راروان یو موټر د درې موټرو سره وجنګید چې په پایله کې ستره چاودنه رامنځته شوه.
د چاودنې نه وروسته اورلیګدنه رامنځته شوه. د اورلګیدنې په پایله کې ۱۷تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت باریکه دی.