په سعودي عربستان کې د پولیسو پر مرکز د برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست
د سعودي عربستان په شمال لویدیځ کې د الزلفي په ښار کې د پولیسو په یو مرکز د خونړي برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
د ویلو ده چې پرون د سعودي عربستان د الزلفي په ښار کې د پولیسو په یو مرکز وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
داعش ترهګرې ډلې ته نږدې په یوې انټرنټ پاڼه کې په خپره شوې ویدیو کې داعش ترهګرې ډلې پلازمینې ریاض ته نږدې د الزلفي په ښار کې د پولیسو د څیړونو په یو مرکز د وسله وال برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
په نوموړي ویدیو کې ویل شوي دي چې دا برید په سوریه ، عراق او د سعودي عربستان په زندانونو کې د پرتو مسلمانانو د غچ اخیستو په خاطر ترسره شوی دی.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان امنیتي سرچینو تیره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې د الزلفي په ښار کې د پولیسو د تحقیقاتو په مرکز د ډله ایز برید مخه ونیوله. په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې پدې برید کې ۴ تنه برید کوونکي وژل شوي او ۳ تنه امنیتي سرتیري ټپيان شوي وو.
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان په سعودي عربستان کې د پولیسو پر مرکز ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغنده او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د سعودي عربستان نه د ملاتړ اعلان وکړ.