قطر: سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین غوښتل چې قطر اشغال کړي

العطیه: قطر په نړۍ کې تر ټول سترې د ګازو زیرمې لري چې د همدې امله د سعودي په مشرۍ ځینو د خلیجو هیوادونو غوښتل چې قطر اشغال کړي

1161689
قطر: سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین غوښتل چې قطر اشغال کړي

د قطر  د لومړي وزیر دویم مرستیال  او انرژۍ او صنایع پخواني وزیر عبدلله بن حمد العطیه  وویل هغه هیوادونو چې په قطر يي محاصره لګولې ده غوښتل چې قطر اشغال کړي. هغه ویلي دي ددې خبرې یواځنۍ لامل  په قطر کې د نړۍ تر ټولو  سترې د ګازو زیرمې  دي.

هغه  دا څرګندونې  د قطر د لوسیل ورځپاڼې سره  په مرکه کې وکړې.

هغه  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  په قطر باندې لګول شوې محاصره  د ترهګرۍ  او بلې مسئلې سره  هیڅکوم تړاو نلري. ددې خبرې  یواځنۍ لامل  په قطر کې د نړۍ په کچه د ګازو تر ټولو سترې زیرمې دي. دوی غوښتل چې  قطر اشغال کړي.

هغه وویل چې  د ملګروملتونو سازمان، نړۍوال بانک، د پيسو نړۍوال صندوق  او ټوله نړۍ پدې خبره  ډیر ښه پوهیږي چې  قطر د ترهګرو سره  هیڅډول تړاو  نلري. د همدې امله  دا محاصره  د ترهګرۍ مسئلې سره  کوم تړاو نلري  ددې خبرې یواځنی لامل  پدې بهانه  د قطر اشغالول ول.

العطیه وویل چې  هغه هیوادونو  چې پدې دسیسه کې  لاس درلود  د خپل پلان او دسیسو  د عملي کولو په خاطر د امریکا نه  د ملاتړ  په انتظار ول. خو له نیکه مرغه چې خپلو موخو ته  ونه رسیدل.

هغه وویل چې نن ورځ په قطر کې  څه باندې  ۳۵۰ زره تنه  مصریان په قانوني توګه  کار کوي. که چیرې  ددې محاصرې  زیانونو ته  دقت وکړو په اصل کې لوی زیان  د محاصرې لګوونکو  هیوادونو ته اوښتی دی.

هغه وویل چې قطر هیڅوخت سیاست د اقتصاد سره نه ګډوي. د همدې امله  قطر ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د وګړو په تګ راتګ  هیڅډول  بندیز ندی لګول شوی .

العطیه هغه ادعاګانې چې  ګواکې  قطر په ۲۰۰۳ کال کې د سعودي عربستان د پخواني پاچا  ملک عبدالله بن عبدالعزیز د وژلو پلان  درلود  په کلکه توګه  رد کړه او وویل چې  ددې برعکس په اصل کې  د ملک عبدالله د وژنې مخه  قطر  ونیوله. قطر دا پلان او دسیسه شنډه کړه.

هغه وویل چا چې د ملک عبدالله د وژلو پلان جوړ کړی وو هغه نن په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.

هغه وویل داسې ښکاري  چې دا پلان  د متحده عربي اماراتو لخوا جوړ شوی وو. پدې اړه  غوڅ  معلومات نشته  خو  پلان جوړونکی  په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.

العطیه  د اوپيک  سازمان نه د قطر د وتو  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  سعودي عربستان  خپلې ټولې چارې ددې سازمان نه  بهر  روانې کړي دي او دې سازمان ته  هیڅډول  احترام قایل ندی.



اړوند خبرونه