په یمن کې حوثي یاغیانو په یو بازار کې پر یمني سرتیرو خونړی برید وکړ.
په یمني ځواکونو خونړی برید وشو
1151613
د یمن په شمال کې د صعده ولایت اړوند د البقع په ولسوالۍ کې حوثي یاغیانو په یو سیمه ایز بازار کې پر یمني سرتیرو د هاوان توپونو برید وکړ.
پدې برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه سرتیري مړه او د ملکي وګړو په ګډون تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د یمن حکومت ته نږدې سرچینو ویلي دي چې حوثي یاغیانو د رشاهه د غرونو د سیمې نه د په یو سیمه ایز بازار پداسې حال کې د هاوان توپ بریدونه وکړل چې د اردو اړوند د الطاهر، فاتح او الاحرار د غنډونو سرتیري په سودا اخیستو بوخت ول.
سرچینې ویلي دي چې پدې برید کې ۱۲ تنه سرتیري وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون تر ۵۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیایي حالت ښه ندی. د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.