حماس د اسراییلو پر خلاف سخت غبرګون وښود
حماس : د امریکا وروستۍ څرګندونې د دښمنۍ نه ډکې دي
د حماس ډلې په نړۍوالو مذاکراتو کې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د ځانګړي استازي جاسن ګرین بلاټ څرګندونې خصمانه او د دښمنۍ نه ډکې وبللې.
د حماس د ډلې ویاند فوزي برحوم په خپره کړې خبرپاڼه کې د ګرین بلاټ د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي دي د حماس ډله د فلسطین د خلکو سره د مرستې پر ځای په پیسو توغندي پیري او تونلونه جوړوي وویل ، دا څرګندونې خصمانه او د یرغلګرو اسراییلو د بشري حقونو په تیریدو او ظلمونو باندې د پردې غوړولو په خاطر ترسره شوي دي. امریکا غواړي چې پدې ډول د اسراییلو په جنایتونو پرده وغوړوي.
هغه ویلي دي چې د امریکا لخوا دا ډول څرګندونې د اسراییلو د جنایتونو نه د ملاتړ په معنا دي .
د بله پلوه یوې اسراییلي ورځپاڼې ویلي دی چې په نړۍوالو مذاکراتو کې د امریکا د ولسمشر استازي ګرین بلات د غلاف غزې په سیمه کې د میشتو یهودانو سره لیدلي دي. ورځپاڼې سیمې ته د ګرین بلاټ د سفر د نیټې په اړه څه ندي ویلي.
په خبر کې راغلي دي چې کرین بلاټ ددې سفر په ترڅ کې په لویديځه تراړه کې د اسراییلو د حکومت کوردیناتور او د پوځ چارواکیو سره لیدنه کړې ده .