په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال خونړی برید وشو.
په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال خونړی برید وشو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د القطیف ښار د منصوره په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په موټر د ګزمې پر مهال راکټي برید وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې برید کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپیان شول چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د سعودي پولیسو د پیښې په اړه پراخه پلټنې پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د تیرو دوو میاشتو په دننه کې دا اوم برید دی چې ترسره کیږي.
د یمن سره په پوله کې پروت د القطیف په شیعه میشته ښار کې وخت نا وخته دیته ورته بریدونه رامنځته کیږي.