یو بل هیواد هم د قطر سره د مرستو اعلان وکړ
د ایران او ترکیې نه یو وروسته یو بل هیواد هم قطر ته د خوراکي توکو د استولو په خاطر پوره تیاری ښودلی دی .
د ایران او ترکیې نه یو وروسته یو بل هیواد هم قطر ته د خوراکي توکو د استولو په خاطر پوره تیاری ښودلی دی .
د مراکش پاچا شپږم محمد قطر ته د هوا له لارې د خوراکي توکو د استولو پریکړه وکړه.
د مراکش پاچا شپږم محمد چارواکیو ته قطر ته د مرستو استولو امر کړی دی.
د مراکش د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې
« د پاچا شپږم محمد په امر قطر ته د هوا له لارې د خوراکي توکو د استولو په خاطر پوره تیاري نیول شوې ده . دا مرستې به د قطر پلازمینه دوحې ته درسیږي. »
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مرستې د اسلام مبارک دین د اوامرو او اساساتو په رڼا کې لیږل کیږي. د اسلام مبارک دین د روژې پدې مبارکه میاشت کې د مسلمانانو ترمنځه همکارۍ او همغږۍ ته ځانګړی اهمیت ورکوي چې پدې چوکاټ کې د مراکش خلک د ورور هیواد قطر سره هر ډول مرستو ته تیاری نیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مرستې د خلیج د بعضو هیوادونو ترمنځه د روان کړکیچ سره هیڅډول تړاو نلري. دا یواځې بشرانه مرستې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مراکش پاچا د خلیج هیوادونو سره يي په اړیکو کې هیڅډول بدلون ندی راغلی. د مراکش پاچا ویلي دي چې د نوموړي روان بحران د حل په خاطر منګړتوب او هر ډول مرستې ته تیار دی.
د ویلو ده چې سعودي عربستان ، بحرین ، متحده عربي اماراتو او مصر د روانې جون میاشتې په ۵ مه نيټه د قطر سره خپلې ټولې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پرې کړې او خپلو هیوادونو نه يي قطري ډپیلوټان وشړل.
سعودي عربستان یواځنی هیواد دی چې قطر سره ګډه پوله لري.