د سوریې د حلب په ښار کې یو ځل بیا اوربند ټینګ شو.
حلب کې د اسد د ځواکونو د محاصرې لاندې د سیمو نه د ټپیانو او ملکي وګړو په تخلیې پيل شوی دی .
د سوریې د حلب په ښار کې یو ځل بیا اوربند ټینګ شو.
د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې د سوریې د حلب په ښار کې اوربند چې پرون د سهار په ساعتونو کې د اسد د ځواکونو او ایراني ملیشو لخوا مات شوی وو د ترکیې په منځګړتوب او هلو ځلو نه وروسته پرون شپه په دونیمو بجو له سره ټینګ شو.
د بله پلوه په حلب کې د اسد د ځواکونو د محاصرې لاندې د سیمو نه د ټپیانو او ملکي وګړو په تخلیې پيل شوی دی .
د اناټولیا خبري اژانس ویلي دي چې ترکیې د مخالفینو او روسیې د اسد د ځواکونو ضمانت کړی دی . دواړو ویلي دي چې په یو بل به بریدونه نکوي.
د حلب د ښار نه د ټپیانو لومړنی کتار د ادلیب ښار په لورې د حرکت په حال کې ده . ویل کیږي په لومړني پړاو کې ۲۰ بسونه او ۱۰ امبولانسونه د ادلیب پر لورې روان شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ماښام د حلب د اوربند په مسلې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې.
د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د روسیې او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره هم خبرې وکړې.
د ټولې نړۍ سترګې حلب ښار ته اوښتي دي.
د رویټرز خبري اژانس حزب الله پلوي خبري اژانسونو له قوله لیکلي دي چې اوربند په اړه تفاهم وشو او ټینګ شوی دی .
همداشان د اسد د رژیم مخالفو ډلو یو تن جګپوړي چارواکي هم د اوربند بند د پیلیدو نه خبر ورکړی دی.
د فرانسې خبري اژانس بیا د بشار اسد د رژیم د چارواکیو له قوله لیکلي دي چې اوربند په اړه د تفاهم نه وروسته پرون شپه په دوه نیمو بجو پیل شو.
روسیې نن په لسو بجو د محاصري لاندې د سیمو نه د ۲۰ بسونو او ۱۰ امبولانسونو نه د ادلیب پر لورې د حرکت کولو نه خبر ورکړ.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د تخلیې چارې د بې پيلوټه الوتکو لخوا د نږدې نه څارل کیږي.