په سعودي عربستان کې دا ځل یو تن شهزاده د محکمې په حکم په درو ووهل شو
د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړی په درو ووهل شو
601964
په سعودي عربستان کې یو څه موده مخکې د شاهي کورنۍ د یو تن غړي د اعدامیدو نه وروسته داځل یو تن بل د محکمې په حکم په درو ووهل شو.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان تیره میاشت د ترکي بن سعود الکبیر په نامه د شاهي کورنۍ یو تن غړی د جنایت په تور اعدام کړ.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې په سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ یو تن غړی د محکمې په حکم په درو ووهل شو.
رویټرز ویلي دي چې د شاهي کورنۍ غړی د سعودي عربستان د جدې ښار په زندان کې په درو وهل شوی دی .
رویټر ویلي دي چې د شاهي کورنۍ ددې غړي شهزاده نوم او جرم په اړه معلومات ندي ورکړ شوي .
د ویلو ده چې تیره میاشت د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ غړی شهزاده ترکي بن سعود الکبیر په ۲۰۱۲ کال کې د یو تن د وژلو په تور په دار وځوړول شو.